د لوړو زده کړو وزیر د مرکز څلورو پوهنتونونو له زده کړیالانو سره وکتل

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۱ - ۵:۳۰
ل

د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني د مرکز څلورو پوهنتونونو له زده کړیالانو سره وکتل او هغوی ته یې د پوهې تر لاسه کولو او د دعوت په لاره کې د مبارزې سپارښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر زده کړیالانو ته د اسلامي امارت د بریا مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ، چې د ټولنې د اصلاح، روزنې او دعوت په برخه کې د زده کړیالانو مسوولیت، د جهاد له وخت څخه څو چنده زیات احساسیږي.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال لوړو زده کړو وزارت او مسوولان، د زده کړیالانو د فعالیت او دعوت تر شاه ولاړ دي او د زده کړیالانو لپاره د دعوت او کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو لپاره میدان خلاص دی. نو دغه زده کړیالان باید خپل ټول ګټور نظرونه، په تدوین شوې بڼه، د یوه وړاندیز د ټولګې په توګه د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه ته وسپاري، څو د دغو ځوان او بااستعداده کسانو له نظرونو په هغو پروګرامونو کې استفاده وشي، چې تر لاس لاندې دي.

په دغه ناسته کې یو شمېر زده کړیالانو د حاضرو او غایبو زده کړیالانو په استازیتوب خبرې وکړې او د زده کړو او پوهنتوني فعالبیتونو د ستونزو په اړه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د لوړو زده کړو وزارت د مقام له لوري د همکارۍ جدي ژمنه ورسره وشوه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS