د لوړو زده کړو وزیر د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې مشرتابه پلاوي سره ولیدل
نن د لوړو زده کړو وزیر د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د اوبو د کمښت له کبله د مرکز زون له مشرتابه پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې د دغه وزارت مالي او حسابي، اداري او زېربنا رییسان هم ول، د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر وویل چې په تحصیلي بنسټونو کې د اوبو د کمښت موضوع ته باید ژر تر ژره رسېدنه وشي.
هغه همدارنګه د ستونزو په له منځه وړلو کې د مرکز زون ادارې له همکاریو د مننې تر څنګ وویل، چې لوړو زده کړو وزارت د اړتیا په ډاګه کولو، ډيزاین، د پروژو براوردونو او د هېواد تحصیلي بنسټونو لومړیتوبونه چې کوم یو یې اوبو ته جدي اړتیا لري، کارونه کړي دي او دغه موارد به د مرکز له ادارې سره شریک شي.
وروسته د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې رییس انجنیر نجیب الله ننګیال شینواري په دې اړه وویل چې د ولسمشرۍ عالي مقام د سپارښتنې پر بنسټ د هېواد تحصیلي بنسټونو د اوبو ستونزې دغې ادارې ته سپارل شوي چې د لوړو زده کړو وزارت او ښکېلو ادارو په همکارۍ باید هوارې شي.
هغه زیاته کړه چې د هېواد تحصیلي بنسټونو ته پاملرنه د هېواد ټولو ادارو ګډ مسوولیت دی او د پلازمېنې زون اداره د اوبو پروژې تر څنګ په نورو برخو کې هم همکاره ده.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړه ادارو تخنیکي ټیمونه به لومړیتوب او د هېواد پوهنتونونو اړتیاوو ته په کتو په پروژو باندې کار وکړي.
