د لوړو زده کړو وزیر لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله

baqir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۴:۳۷
ل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر او د دغه وزارت د مالي او اداري چارو معین نور احمد دروېش نن لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت لوړو زده کړو موسسې کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله او همداراز یې د لوګر لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د څېړنیز فارم پروژه هم پرانیسته.

دغه ودانۍ په ټوله کې سل خونې لري چې د لوړو زده کړو وزارت پراختیا پروګرام یا (HEDP) په مالي همکارۍ د (۶۳) میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر لوګر هغه ولایت وباله چې په وینا یې د تاریخ په اوږدو کې یې په نړیواله کچه نامتو علمي څېرې ټولنې ته وړاندې کړي دي.

نوموړي وویل چې په وروستیو کلونو کې هیواد کې د علم او پوهې کچه د پام وړ لوړه شوې چې ښه بېلګه یې په تحصیلي بنسټونو کې د محصلینو د شمېر لوړوالی دی او دا یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ښاغلي ډاکټر عباس بصیر همداراز وویل چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه به په پوهنتون بدله شي او په ټوله کې به د لوړو زده کړو وزارت هڅه دا وي څو د لوړو زده کړو په بنسټونو کې څېړنو ته ډېره پاملرنه وکړي.

له دې سره د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین نور احمد دروېش د هیواد په ټولو پوهنتونونو غږ وکړ چې د خپلو تحصیلي بنسټونو پرمختګ لپاره غوره ستراتېژيک پلان جوړ کړي څو ښه پراختیا وکړي؛ چې په وینا یې لوګر د لوړو زده کړو موسسه یو ښه ستراتېژیک پلان لري او وزارت کې یې پر بشپړېدو کار روان دی.

ښاغلي نور احمد دروېش زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت به د هیواد له بېلابېلو پوهنتونو څخه یوشمېر استادان د دوکتورا لپاره بهرنیو هیوادونو ته واستوي. د نوموړي په وینا دوی د پوهنتونونو د اداري او کادري برخو ستونزې هم په پام کې نیولي او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې حل کړي.

لوګر ولایت ته په دې سفر کې د لوړو زده کړو وزیر او د مالي او اداري چارو مرستیال سربېره د دغه وزارت ځینو رییسانو او ولسي جرګه کې د یاد ولایت یوشمېر استازو هم ګډون لاره.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS