د لوړو زده کړو وزیر په حضور کې د مرکز او ولایتونو د تحصیلي بنسټونو مالي او تدارکاتي چارو مسؤلینو لپاره د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون کې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ موخه په مالي او تدارکاتي چارو کې د تحصیلي بنسټونو د مسؤلینو او کارکوونکو د معلوماتو زیاتول، د تدارکاتي پروسو چټکتیا، د بودیجې د لګښت څرنګوالی او د اړوندو ادارو تر منځ د ښې همغږۍ رامنځ ته کول دي.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د زېربنایي او علمي پروژو په پلي کولو کې، د تدارکاتي او اداري چارو کارکوونکو او مسؤلینو ظرفیت لوړونه یوه جدي اړتیا وبلله.
نوموړي یادو مسؤلینو ته په خطاب کې وویل: «اوسمهال ستاسو د خدمت وخت دی، نو د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره په خپله دنده کې معلومات زیات او خپلو خلکو او نظام ته د ښه خدمت جوګه شئ، ځکه په خپلو کارونو نه پوهېدنه په کارونو کې ځنډ رامنځ ته کوي.»
وروسته د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور په یوه نظام کې د مسؤلینو مهارتونو، صفتونو او مسؤلیتونو ته په اشارې سره، د دندې اړوند مهارتونو پر زده کړو او ارزښت ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په قوانینو او تدارکاتي پروسو کې د رامنځ ته شویو اصلاحاتو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
همدارنګه په یاد ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، مالي او حسابي رئیس عبدالباري خپلواک او د ملي تدارکاتو ادارې استازي مفتي احمدالله نظامي د تحصیلي بنسټونو د مالي او تدارکاتي چارو په ښه والي کې د دا ډول ورکشاپونو پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي.
په پام کې ده چې په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د استادانو او متخصصینو له لوري د عامه بودیجې او د هغې ارزښت، عامه بودیجې او مالي سیاستونو، اساسي مفاهیمو، د اړتیاوو معلومول او تدارکاتي پړاوونو، تدارکاتي پلان جوړونې، معیاري فورمو، د داوطلبۍ پروسو او د مالي او تدارکاتي موضوعاتو اړوند روزنه ورکړل شي.
