د لوړ زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا له غړو او د څانګو له امرینو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل. 

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۴:۱۵
jdskfhkjdskjfs


په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي شورا غړو د لویې جرګې خیمه کې د غونډو پر مهال د محصلینو د رخصتېدو، په یاد پوهنتون کې د ۳۰۰ بستریز روغتون د تېر شوي سړک او ملي تدارکاتو انستیتوت موجودیت، د ټولګیو او کتابتون لپاره د معیاري ودانیو د کمبود ستونزې شریک کړې. همدا راز وړاندیز یې وکړ چې د هېواد په سترو او کوچنیو پروژو کې د دغه پوهنتون له استادانو سره مشورې وشي او د محصلینو د عملي کارونو لپاره لا زیات فرصتونه رامنځ ته شي.  
د علمي شورا غړو زیاته کړه چې کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوق لېسانس نویو برنامو د ایجاد لپاره د شرایطو په برابرولو کار کوي. 
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل پولي تخنیک پوهنتون مسؤلینو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل: «د رئیس الوزراء د حکم پر اساس به تر دې وروسته کوچنۍ ناستې د لویې جرګې په خیمه کې نه جوړیږي او د محصلینو په درسونو کې به ځنډ نه راځي.» دغه راز د یاد پوهنتون مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چې د ۳۰۰ بستریز روغتون او ملي تدارکاتو اړوند ستونزو په اړه به له مسؤلینو سره خبرې وکړي.
ښاغلي وزیر د پولي تخنیک پوهنتون مسؤلینو له لوري د فوق لېسانس برنامو د ایجاد هڅې او د استادانو د زیات تدریس ستاینه وکړه او په دې برخو کې یې د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا غړو سره ژمنه وکړه چې د ا.ا.ا له سکتوري وزارتونو او ادارو سره به د هغوی اړیکې جوړوي او د دوی له استعدادونو به د هېواد په اساسي رغونه کې ګټه اخلي. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د څانګو له امرینو سره  په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او سپارښتنه یې ورته وکړه چې له استادانو او محصلینو سره ښه چلند وکړي، د استادانو او محصلینو ستونزې حل او یووالي ته یې راوبولي. 
د یادونې وړ ده چې کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځی او ۳۲ ډیپارټمنټونه لري، چې هر کال سلګونه انجنیران ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS