د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې څخه ۲۰۰ تنه محصلان فارغ شول.
په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او خوښي یې وښوده، چې په یو خپلواک او سولهییز افغانستان کې د ځوانانو د تحصیلي دورې په فراغت غونډه کې ګډون کوي.
همداراز نوموړي وویل:« د افغانانو سرښندنې او قربانۍ د اسلامي نظام قیام او خپلواکۍ په موخه وې، د هېواد په ازادیدو سره د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت دویم ستر هدف د پوهې او لوړو زده کړو پراخوالی دی.» هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بنسټونو پرمختیا او تجهیز ته ژمن دی او د هېواد تحصیلي بنسټونو په زده کړیزو برخو کې یې د هر ډول پراختیا غوښتنه منل شوې او د اصولو په رڼا کې ورته لبیک ویل شوی.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي د فارغانو محصلانو له کورنیو مننه وکړه او هغوی یې ویاړمن وبلل، چې په سختو شرایطو کې یې خپلو اولادونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه.
هغه دغه راز د اسلامي نړۍ تېر زرین دور ته اشاره وکړه او له مسلمانانو یې وغوښتل چې خپل اصلي هویت وپېژني او د نورو کاذبو هویتونو تر تاثیر لاندې رانشي.
په یاده فراغت غونډه کې د لوګر لوړ زده کړو مؤسسې سرپرست رئیس پوهنیار احمد غیور یوسفزي مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یادونه وکړه، چې په ۱۴۰۲ هـ.ش د یادې مؤسسې له ۲ پوهنځیو ۲۰۰ تنه فارغ او ټولنې ته به د خدمت په موخه وړاندې شي.
