د مالي او اداري معین په مشرۍ پلاوي پنجشیر لوړو زده کړو موسسې ته سفر وکړ

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۲۱
2540002212

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ پلاوي، چې د دغه وزارت د اداري او زېربنا رییس، د کرنې وزارت د کادستر رییس، د پنجشیر د عدلیې، کرنې، کور او ښار جوړونې او نورو اړوندو ولایتي ادارو رییسانو یې هم ملتیا کوله، د یادې موسسې د پراختیا او د ځمکې تثبیت په موخه  لومړی د پنجشیر ولایت له والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم سره ناسته وکړه.

ورپسې یاد پلاوي او د پنجشیر ولایتي ادارو رییسانو په ګډه دغه ولایت کې د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې پراختیا او پیاوړتیا په موخه دوې قطعې ځمکې وارزولې او هر اړخیز معلومات یې تر لاسه کړل.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د ا.ا.ا د ځانګړې پېرزوینې پر اساس د پنجشیر لوړو زده کړو موسسې لیلیې ودانۍ جوړولو لپاره ۹۰ میلیونه افغانۍ هم منظورې شوې وې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS