د ملګرو ملتونو د آسیا او آرام سمندر لپاره د اقتصادي او ټولنیز کمیسیون (UN ESCAP) د (SPECA) پروژې خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

د ملګرو ملتونو د آسیا او آرام سمندر لپاره د اقتصادي او ټولنیز کمیسیون (UN ESCAP) د (SPECA) پروژه په نظر کې لري،چي د افغانستان له لوري د تکنالوجۍ په برخه کي یو تن متخصص یادي پروژې ته ور وپېژندل شي، تر څو د افغانستان په کچه د تکنالوجۍ په برخه کی د شته تشي اړوند یوه بشپړه او هر اړخیزه څېړنه تر سره کړي.

یاده پروژه د افغانستان په شمول په ۷ هیوادونواذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، او ازبکستان کي د تکنالوجۍ د تشي د تحلیل(Technology-gap Analysis)  په موخه تر سره کېږي تر څو د 2030 میلادي کال په اجنډا کي شامل شي او تل پاتي پرمختایي اهداف(SDGs)  د تکنالوجۍ په مرسته یقیني کړي.

یادونه: د تکنالوجۍ د برخي متخصصین دي خپلي بیوګرافۍ د شپږو ورځو په جریان کي تر (2020/Feb/14)  نېټې پوري د لوړو زده کړو  وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست ایمیل ادرس (planning.dep0@gmail.com) ته راولېږي، تر څو د ټولو کاندیدانو بیوګرافۍ تر راټولېدلو وروسته اړوندي ادارې ته د وروستیو کړنو په موخه ولېږل شي.

یاده دنده لنډ مهاله ده او مادي امتیاز به یي د حق الزحمې په شکل ورکول کېږي، د دندي د شرایطو او نورو اړوندو معلوماتو لپاره لاندې لینک کلیک کړئ.

ToR_SPECA_AFG_.pdf

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements