د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۸:۳۲
rwerfsafs

یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت ۳۱ بستونو لپاره د ۱۹۸ تنو کاندیدانو څخه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ازموینې د اخیستلو پر مهال ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د ازموینې اخیستونکي هیئت سره په ګډه یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې امکان تر حده هلې ځلې کړي دي.
نوموړي د ازموینې پروسې په اړه کاندیدو علماوو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.
د اسلامي ثقافت د کادري بستونو یاده ازموینه په درېو پړاونو (ژبې، تحریري او تقریري) کې واخیستل شوه، چې د ۱۹۸ تنو کاندیدانو له منځه ۳۱ تنه یې یادو بستونو ته بریالي او اوس یې د کنفرانسونو لړۍ دوام لري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS