د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې ۸۰ تنو محصلینو ته د عملي زده کړو لار هوارېږي

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۲:۱۷
g

په یاد شمېر کې محصلین به په اوو دورو کې په جلال اباد ښار کې د منډول په نوم د قیمتي کاڼو د پروسس شرکت له خوا د شپږو میاشتو په موده کې وروزل شي.

یاده خبره د منډول د قیمتي کاڼو د پروسس شرکت اداري مسول اکرام الله شینواري د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره د لیدنې پر مهال وکړه.

نوموړي وویل:" د محصلینو او ځوانانو د عملي زده کړو لپاره په معیاري وسایلو سمبال مجهز مرکز لري، چې د تدریس چارې یې د بهرنیو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي."

نوموړي د عملي زده کړو سربېره په خپلو لابراتوارونو کې د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې د استادانو او محصلینو له خوا د قیمتي کاڼو د څېړنو د ترسراوي په برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د منډول د قیمتي کاڼو د پروسس شرکت له مسؤلینو مننه وکړه او د محصلانو چارو مرستیال او د ساینس پوهنځي رئیس ته یې سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو په ورپېژندلو کې له نوموړې ادارې سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې په نوموړې ناسته کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی صفت الله شاکر او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم شتون درلود.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS