د هیواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د حقوقو او شرعیاتو څانګو معیاري تحصیلي نصابونه چمتو او ټاکل شوې چې په نوي تحصیلي سمسټر کې به پلي کړای شي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۵:۱۴
gg

په هغه غونډه کې چې د هیواد پوهنتونو مسؤولینو ته د یادو شویو نصابونو د ور پيژندلو او ویشلو په مناسبت جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال، د حقوقو او شرعیاتو پوهنځيو نويو نصابونو چمتو کول او تطبیق د هیواد په لوړو زده کړو کې یو نوی فصل وباله.
پوهنمل بالاکرزي وویل: «موږ هڅه کوو چې د نویو او معیاري نصابونو په پلي کولو سره، ټولنې ته یو پیاوړی بشري ځواک تولید او وړاندې کړو تر څو وکولای شو د کار مارکیټ اړتیاوې پوره کړو.»
نوموړي زیاته کړه چې د حقوقو او شرعیاتو نويو نصابونو، د حقوقو او شرعیاتو څانګو فارغانو مهارتونه په قضاء او څارنوالي برخو کې سره جلا کړي دي او په دغو برخو کې به موجودې ستونزې حل کړي.
نوموړي ددغو نصابونو په چمتو کولو کې د مرسته کوونکو بنسټونو څخه په مننې، د کار د مارکیټ د اړتیاوو د تشخیص په برخه کې د اړوندو ادارو د همکاریو او همغږیو په دوام ټینګار وکړ. بالاکرزي د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې او د علمي برنامو د پراختیا له ریاستونو څخه وغوښتل چې ددې همغږیو د ساتنې په موخه په یو ځانګړي میکانیزم کار وکړي او خپلو مشورتي ناستو ته په مسلسله توګه ادامه ورکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه د حقوقي کلینیکونو په اړه وویل چې په پوهنتونو کې حقوقي کلینیکونه لکه د طب او کرنې څانګو کلینیکونه د محصلانو د مهارتونو د لوړوالي باعث ګرځي او هغوی د کار بازار اړتیا وړ وړتیاوو سره چمتو او برابروي.
پوهنمل بالاکرزي د پوهنتونو له مسؤولانو څخه وغوښتل چې د محصلانو لپاره په خپلو اړوندو بنسټونو کې د نویو نصابونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه پر لاره واچوي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنمل خواجه زبیر صدیقي د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې پروګرام بهیر او د هغې د تطبیق د څرنګوالي په اړه وویل چې د حقوقو او شرعیاتو نصابونه په (۱۳۹۹) کال کې بې له استثناء په جدیدالشمول محصلانو باندې د تطبیق وړ دي او د یادو شویو څانګو نورو محصلانو په هکله به د پوهنځیو علمي شوراګانې پریکړې وکړي.
همدا ډول د یاد وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس پوهنیار بري مبارز د حقوقي کلینیکونو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو او پالیسیو په اړوند تفصیلي خبرې و کړي.
په دغه غونډه کې د آسیا بنسټ د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې رئیس ادریس الهام هم د آسیا بنسټ موخو، فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت سره ددغه بنسټ د همکاریو په دوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې د حقوقو او شرعیاتو څانګو نوي نصابونه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي لخوا د پوهنتونو مسؤولینو ته وویشل شول.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS