د هېواد د تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او کانونو، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پای ته ورسېد.
د یاد کلسټر په پایناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په تجربي علومو کې پر عملي کار ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوسمهال ان په ټولنیزو علومو کې عملي کارونه کېږي. نوموړي د چاپېریال ککړتیا او اقلیمي بدلون یوه نړیواله ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې دا ستونزه تر ټولو ډېره هغو هېوادونو رامنځته کړې، چې په اړه یې تشویش لري او له دې ستونزې سره د مبارزې خبرې کوي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د کلسټر ګډونوالو او استادانو ته په خطاب کې وویل: «د هېواد د راتلونکو نسلونو سرنوشت ستاسو په لاس کې دی او دا یو ستر امانت دی چې الله تعالی ستاسو پر غاړه اېښی دی.» نوموړي د یاد کلسټر د ګډونوالو هڅې وستایلې او د الله تعالی له دربار څخه یې د زحمتونو د اجر غوښتنه ورته وکړه.
همدارنګه د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دې کلسټر درېیم پړاو به هم په نېږدې راتلونکي کې ترسره شي.
وروسته د کلسټرونو استازو پوهاند عبدالغیاث ساپي، پوهنوال عبدالشکور داور او پوهنیار شریف الله پېروز د خپل پنځه ورځني کار پایلې، ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
