د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۵:۵۵
tgfsgh

د یاد کلسټر په پایناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل، چې الله تعالی ټول رسولان له کتابونو سره رالېږلي، چې د نصاب حیثیت لري. نوموړي زیاته کړه چې پخوا به هر پوهنتون او مدرسې ځانګړی نصاب درلود، چې د هېواد په تحصیلي نظام کې یې ګډوډي رامنځته کړې وه او اوس موږ په دې هڅه کې یو چې واحد نصاب رامنځته کړو. 
 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د استادانو استعداد یو ستر امانت وباله او په یاد کلسټر کې یې د هغوی کار وستایه. 

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د ژبو او دبیاتو کلسټر له ټولو ګډونوالو د مننې تر څنګ، د هغوی کار او هڅې وستایلې. 

وروسته د ژبو او ادبیاتو کلسټرونو استازو د خپل پنځه ورځني کار پایلې او وړاندیزونه وړاندې کړل او په ټولو تحصیلي بنسټونو کې یې پر واحد نصاب ټینګار وکړ. 

د یادولو وړ ده چې د دغه کلسټر لپاره د هېواد تحصیلي بنسټونو سربېره د مختلفو ادارو متخصصین رابلل شوي وو، چې د ۵ ورځو پر جریان کې یې د ۱۳ څانګو پر تحصیلي نصاب کار وکړ. 
نېټه: پنجشنبه
 ۱۴۴۴/۶/۱۲هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۱۵هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۵م

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS