د هېواد د تحصیلي بنسټونو (د ښوونې او روزنې برخې د اختصاصي او مسلکي تعلیماتو، اروا پوهنې او تربیتي علومو او اروا پوهنې) څانګو د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزير په شتون کې پای ته ورسېد.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۵:۱۷
498754555555555555


د یاد کلسټر د پای په مراسمو کې، چې د لوړو زه کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د تحصیلي نصاب د ملي کميسون رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي او شمېر نورو رئيسانو هم شتون درلود، په پیل کې د تحصیلي نصاب د ملي کمېسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د کلسټر د کار میتود په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په دې پروګرام کې په ۱۵ تحصیلي څانګو باندې کار شوی دی.
ورپسې د استادانو په استازولۍ پوهنمل مجیب الرحمن رحماني، دوکتور پوهنمل حکیم خان حقیار او پوهاند عبدالمنان حقیار خبرې وکړې،  د کمېټو د کاري راپور وړاندې کولو ترڅنګ یې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شریک کړل.
چهار شنبه
نېټه: 24/4/1445 هـ ق 17/8/1402 هـ ش 8/11/2023 م

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS