د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د داخلي ژورنالونو، د پیاوړتیا، معیاري کولو او رامنځته کولو په موخه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ناسته ترسره شوه

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۳ - ۳:۴۳
به منظور تقویت، معیاری سازی و ایجاد ژورنال های داخلی در نهاد های تحصیلی کشور، نشستی تحت ریاست دکتور لطف الله خیرخواه معین علمی وزارت تحصیلات عالی برگزار شد

یکشنبه، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰
د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د داخلي ژورنالونو، د پیاوړتیا، معیاري کولو او رامنځته کولو په موخه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ناسته ترسره شوه!

په دې ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت رئیسانو، د یو شمیر مرکزي او ولایتي پوهنتونونو مسؤلینو ګډون کړی وو، په کې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د داخلي ژورنالونو، د پیاوړتیا، معیاري کولو او رامنځته کولو پر څرګندوالي بحث وشو.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې، چې د غیر معیاري او جعلي ژورنالونو او یا هم د علمي ترفعیاتو د اخیستلو لپاره په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو د خپرېدو پر مهال استادان ورسره مخ دي. 
ده زیاته کړه چې، موږ په هېواد کې د معیاري ژورنالونو په رامنځ ته کولو سره، د هېواد تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په هڅه کې یو. 
دوکتور خیرخواه وویل: «موږ هڅه کوو، چې د علمي ژورنالونو د رامنځ ته کېدو په برخه کې، علمي معیارونو ته پاملرنه وشي، نه د داسې شرایطو رامنځ ته کول، چې استادان د خپلو علمي مقالو د خپرولو پر مهال له ستونزو سره مخ کړي.» 
دغه راز نوموړي د هېواد د لویو پوهنتونونو له مسوولانو وغوښتل، چې د نورو تحصیلي بنسټونو د پرمختګ او پراختیا په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. 

وروسته د څېړنو، تألیف او ژباړې رئیس مولوي محمد داؤد حقاني په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو د علمي موقف په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، موږ پر داسې پروګرامونو کار کوو، چې په علمي او څېړنیزه برخه کې د هېواد د پوهنتونونو د استادانو ستونزې حل او اسانتیاوې ورته برابرې شي. 
همدرانګه د ناستې ګډونوالو په یاده برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له هڅو مننه وکړه او د داخلي علمي ژورنالونو د رامنځ ته کولو او معیاري کولو په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
 دغه راز پرېکړه وشوه چې د یادې ناستې غړي به د هېواد په پوهنتونونو کې د شته ژورنالونو پر معیاري کولو او د نویو ژورنالونو د رامنځ ته کولو په برخه کې له تحصیلي بنسټونو سره کار وکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS