د پوهنتونونو د تړل کېدو د شایعاتو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

Akmal_admin
د پوهنتونونو د تړل کېدو د شایعاتو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د پوهنتونونو د تړل کېدو د شایعاتو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
په ټولنیزو رسنیو کې شایعات خپاره شوي، چې ګواکي پوهنتونونه د محصلینو پر مخ تړل کېږي، د  لوړو زده کړو وزارت یې له واقعیته ليرې بولي او په کلکو ټکو یې ردوي. 
ټولو هېوادوالو او محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکز او ولایتونو په ټولو دولتي پوهنتونونو کې درسي بهير په نور مال شکل دوام لري. 
همدارنګه د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو څخه هیله کېږي، چې د دا ډول شایعاتو له خپرولو ډډه وکړي او د خلګو ذهنونه مغشوش نه کړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements