د پوهنتون يو شمېر استادانو د لوړو زده کړو له وزير صیب ولیدل
د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو استادانو د لوړو زده کړو وزیر سره په لیدنه کې د علمي چاپیریال ښه کېدو په موخه خپلې طرحې شریکې کړې.
د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو استادانو د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر سره د لیدنې په لړ کې په علمي بنسټونو کې د ستونزو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د پوهنیز نظام د ښه کېدو لپاره؛ چمتو دي څو له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د اکاډمیکو معیارونو سره سم علمي موخو ته د رسېدو په برخه کې همکاري وکړي.
آصف مهاجر چې د یادو استادانو په استازولۍ یې خبرې کولې، د دغې ډلې دتګلارو او طرحو په وړاندې کولو سره یې؛ د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغو زده کړیالانو ته د اېوارډ ورکولو وړاندیز وکړ چې په وینا یې په لومړیو کې نوښتونه رامنځ ته کوي او دا کار ددې لامل کېږي چې هغوی د انساني او فني علومو په برخه کې څېړنې او تجربې ترسره کړي.
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو او ښوونځیو د استادانو له برنامو او طرحو څخه په هرکلي سره د لوړو زده کړو وزارت برنامې وړاندې کړې او ویې ویل؛ چې د لوړو زده کړو وزارت د درسي نصاب د بدلون په بهیر کې دی او هڅه کوي چې د زده کړیالانو د جذب لوړاوي په برخه کې د کیفیت، له سیمه ییزو او نړیوالو معیارونو سره سم د زده کړو پرمختګ، د څېړنې او تآلیف بنسټونو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د پام وړ او راڼه بدلونونه رامنځ ته کړي.
د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر د غوره زده کړیالانو لپاره د مډال او یا اېوارډ ورکړې ته په اشارې وویل؛ چې د هغو ټولو زده کړیالانو او استادانو د تشویق او ستایلو پر مېکانېزم کار روان دی چې طرحې یې د لوړو زده کړو وزارت د روزنیزو برنامو د ښه والي لامل شي.
