د کابل طبي او ننګرهار پوهنتونونو د طبي تخصص د اکمال د بستونو ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په حضور کې واخیستل شوه.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۱۴:۲۶
امتحان بست های اکمال تخصص طبی پوهنتون طبی کابل و ننگرهار با حضور انجنیر سید محمد اسماعیل روحانی سرپرست معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی برگزار شد

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۱۱مه
د کابل طبي او ننګرهار پوهنتونونو د طبي تخصص د اکمال د بستونو ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني په حضور کې واخیستل شوه. 
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني، د ازموینې په پرانیسته کې وویل، چې لوړو زده کړو وزارت په راتلونکي کې د طبي تخصص د اکمال بستونو د زیاتوالي او ځینې نورو تدریسي روغتونونه د فعالولو په هڅه کې دی. د محصلانو چارو سرپرست معین پر روڼتیا او د طبي تخصص بستونو ته د لایقو کسانو پر لار موندې ټینګار وکړ. 
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش وویل، چې ازموینه په شفاف ډول ده او هېڅ ډول جعل او تقلب پکې ممکن نه دی. 
د کابل طبي او ننګرهار پوهنتونونو د طبي تخصص د اکمال د ۸۵ بستونو لپاره، ۳زره داوطلبانو سیالي وکړه، چې د ازموینې پایلې به، د ازموینو ملي ادارې له لوري اعلان شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS