د کابل طبي علومو پوهنتون ۸۳ تنه محصلین د طب پوهنځي له نظري زده کړو څخه فارغ شول.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۴:۲۱
xlkvklsdjlkvksd


د لوړو زده کړو  سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل طبي پوهنتون محصلینو، استادانو او د محصلینو کورنیو ته مبارکي وویله او د طب علم په ارزښت یې د ټینګار کولو ترڅنګ وویل: "د طبابت علم له دیني علومو وروسته تر ټولو مهم علم دی او دا د الله تعالی یوه ځانګړې پرزوینه او ډالۍ ده چې تاسو ته یې د طب په برخه کې علم درکړی".
هغه همدا راز وويل، چې هر ډاکټر، انجنير، استاد او نور بايد خپلې چارې د اسلامي شريعت مطابق پرمخ يوسي.
دغه راز د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر حمدالله نعماني محصلینو ته مبارکي وویله، د لوړو زده کړو وزارت کړنې یې وستایلې او د علم څخه د استفادې په اړه یې خبرې  وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حامد حسيب او د دغه وزارت د محصلانو چارو معين مفتي محمد طاهر احمد محصلانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او محصلینو ته یې د خپلو زده کړو د دوام او د تخصصي پروګرامونو د تعقیب په اړه لارښوونې وکړې.
ورپسې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاکټر اسدالله نجات هم د محصلینو په فراغت خوښي څرګنده کړه او د طب په برخه کې یې د ابو علي ابن سینا د ابتکاراتو په اړه معلومات ورکړل.
په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې او ډالۍ ورکړل شوې

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS