د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوي ټاکل شوي رئیس رسماْ خپله دنده پیل کړه

Azizorayakhel.admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۹:۳۹
س

د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوی رئیس د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال له لوري د دې پوهنتون کارمندانو ته ور معرفي او رسماً یې په دنده پیل وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نوي رئیس پوهنوال عبدالرقیب اقبال د معرفي په غونډه کې د پوهنتون مشرتابه هیأت، استادانو او کارمندانو ته په وینا کې وویل: چې بشري قوه، رهبري او د کار وړ مدیریت او خدمت وړاندې کول د یو بنسټ له اساسي جوړښتونو څخه ګڼل کیږي او د پیاوړو او نوښتګرو رهبرانو شتون د بنسټونو د خوځښت او تحرک زمینه برابرونکي وي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال، پوهنتونونه د ټولنو د ودې خوځنده انجن وبلل او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت غواړي، د لوړو زده کړو بنسټونو په سر کې فعاله، خوځنده او با تدبیره رهبري شتون ولري تر څو پوهنتونونه وکولای شي چې له یواځې زده کړه ېيز محور نسل څخه څیړنیز محور نسل ته پرمختګ وکړي.

س

پوهندوی شهیدزاده د کابل پولي تخنیک پوهنتون مخکیني رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ له کاري کړنو څخه ستاینه وکړه او نوي رئیس ته د مبارکي په ترڅ کې يې هیله وښوده ترڅو لا زیات پرمختګونه او لاسته راوړنې ددغه پوهنتون په برخه شي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار پوهاند دوکتور بري صدیقي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له مخکیني رئیس څخه د مننې کولو په ترڅ کې ددغو تقرریو څخه موخه د بیلابیلو استعدادونو څخه ګټه پورته کول وبلل او ویې ویل چې د تغییر او تبدیل د اصل مراعاتول چې د اداري دود یوه برخه ده، کولای شي د یو ښه علمي چاپیریال د رامنځته کولو لپاره د نورو د همکاريو څخه د ګټې پورته کولو لپاره وسیله شي.

س

د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوي رئیس پوهنوال عبدالرشید اقبال هم ددغه پوهنتون له مخکیني رئیس څخه د مننې ترڅنګ، د جمهوري ریاست له مقام او د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه په ده باندې د باور کولو په خاطر مننه وکړه او په ډاګه یې کړه چې ددغه بنسټ د ښې راتلونکې لپاره، په پوره صداقت او حُسن نیت سره به ارزښتنمده کارونه سرته ورسوي او په دې لاره کې به پیاوړي قدمونه اوچت کړي.
هغه د خپلو پروګرامونو په اړه د وضاحت ترڅنګ ژمنه وکړه تر څو داسې یوه زمینه برابره کړي چې په هغې سره به د کابل پولي تخنیک پوهنتون مقام له مخکې څخه لا پياوړی او په دغه پوهنتون کې به د علمي څیړنو په اړه تر پخوا لا زیات عملي او موثر ګامونه اوچت کړای شي.

س

غونډه، پوهنوال محمد سعید کاکړ ته د هغه د کاري کړنو او زحمتونو له امله د لوړو زده کړو وزارت د ستاینلیک په ورکولو سره پای ته ورسیده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS