د کندز پوهنتون (د افغانستان په ځان بسیاینه کې د پوهنتونونو ونډه) تر نامه لاندې دوه ورځني ملي کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم دوکتور لطف الله خیرخواه د وینا مهم ټکي: 

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۱:۲۸

 

۱ـ پوهنتونونه په ټولنه کې ستر مسؤلیت لري، تر څو ټولنې ته متخصصین وړاندې کړي او په اسلامي ټولنه کې د علم بېلګې شي، چې د هېواد راتلونکی نسل پرې وویاړي.  

 

 ۲ـ د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې په دې مهمه موضوع تر اوسه کار نه و شوی، هیله او هوډ لرو چې په دې موضوع نور کنفرانسونه هم جوړ شي. 

 

۳ـ د پوهنتونونو ایجاد او پر مختګ ته پاملرنه، د اسلامي نړۍ عالمانو فکر او نظریه ده. 

 

۴ـ استادان باید دې ټکي ته پام وکړي، چې موږ د دوی فکر ته احترام لرو او هغه فرضیې چې دوی یې په دغسې کنفرانسونو کې ټاکي، ټولنه د همدې فرضیو په رڼا کې خپله لار لټوي.

 

۵ـ دغه کنفرانس به په شکلي لحاظ ډېر کوچنی ښکاري، خو په معنوي لحاظ ستر ارزښت لري، په دې کنفرانس کې پر هغو موضوعاتو او لارو بحث کېږي چې د څلوېښت میلیونه افغانانو په ځان بسیاینه کې رول لري. 

 

۶ـ پوهه او څېړنه په هر ځای او هره برخه کې خپلې ځانګړې اغېزې لري، په دې کنفرانس کې چې کومې څېړنې وړاندې کېږي، د هېواد په ځان بسیاینه کې به مثبتې اغېزې ولرې. 

 

۷ـ په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو پر متختګ او پراختیا د لوړو زده کړو وزارت له عمده موخو څخه ده.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS