د ۳۵میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو تړون لاسلیک شو
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۲ بېلابېلو پروژو هوکړه له ګټونکو شرکتونو سره لاسلیک کړه.
په دغو تړونونو کې شبکه جوړونه، د IT تجهیز او کمپیوټر لب رامنځته کول، د لمریزې برېښنا (سولر) سیسټم نصب او د بادغیس، فاریاب، نورستان، سرپل، تخنیکي غزني، پنجشېر، اروزګان، نورستان، نیمروز، هلمند، فراه او پکتیکا لوړو زده کړو بنسټونو د تضمین کیفیت تجهیزاتو ترتیب دی، چې له نااختیاري بودجې څخه تمویلېږي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش یادې پروژې د هېواد لوړو زده کړو زېربناوو د ځواکمنېدو لپاره ارزښتمنې وبللې او ویې ویل چې دغه پروژې، انټرنټ ته د لاسرسي، ټکنالوژیکي او الکترونیکي تجهیزاتو او همدارنګه لمریزې برېښنا په برخه کې د تحصیلي بنسټونو ستونزې تر یوې کچې هوارولی شي.
د دغه وزارت مالي او اداري معین له ګټونکو شرکتونو وغوښتل چې خپلې پروژې په ټاکې موده او په متن کې له یادو شویو معیارونو سره سمه پای ته ورسوي.
ګټونکو شرکتونو د یادو تړونونو تر لاسلیک وروسته ژمنه وکړه چې د دغو پروژو په بشپړولو کې به په وخت او همدارنګه یادو شویو معیارونو په پام کې نیولو سره تر خپلې وسې هڅه وکړي.
