علمي معین ننګرهار پوهنتون کې د جوړیدونکي کنفرانس په اړه له مسوولینو سره د کتنې ترڅنګ د محصلینو له څېړنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین محترم دوکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته په خپل کاري سفر کې د کرنې پوهنځي د ماستري برنامو د لسګونه تنو محصلینو د څېړنیزو پروژو څخه، چې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سيمو کې روانې دي، لیدنه وکړه.
ښاغلي خیرخواه د ننګرهار پوهنتون د یادو محصلینو له لوري په ترسره کېدونکو څېړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې یادې څېړنې به د کرنیز سکتور په میکانیزه کېدو کې اغېزمنې تمامې شي.
نوموړي څېړونکو محصلینو څخه د مننې تر څنګ د پوهنتون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یادو څېړنو پایلې د بشپړېدو په صورت کې له اړوندو سکتوري ادارو سره شریکې کړي.
همداراز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم دوکتور لطف الله خیرخواه د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او مسوولینو سره (د هېواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس، ارزښت او اغېزې) تر سرلیک لاندې ملي کنفرانس په اړه، چې ټاکل شوې ده نږدې راتلونکي کې د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شي، مشورتي ناسته وکړه، او د یاد کنفرانس د دایردو په اړه یې ورته لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق د جمادي الاخرة ١٣مه
۱۴۰۳ هـ.ش د لیندۍ ٢٥ مه
۲۰۲۴ م د ډسمبر ١٥ مه
