لوړو زده کړو وزارت خپل کارمندان د ظرفیت لوړوالي په موخه لیسانس او ماسټري پروګرامونو ته معرفي کوي

Azizorayakhel.admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۴:۵۷
ش

دغه مطلب د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش، په هغه ناسته کې چې د اداري او زیربنا ریاست له کارمندانو سره یې درلود، بیان کړ.

مالي او اداري معین د یاد ریاست د کارمندانو د غوښتنو او وړاندېزونو تر اوریدو وروسته وویل: یوه سالمه او پیاوړې اداره د هغې د کارمندانو په دوامداره ظرفیت لوړونه او زده کړو حاصلولو سره مله ده، له همدې کبله لوړو زده کړو وزارت پلان لري چې په ۱۴۰۰ کال کې، خپل اداري او مسلکي کارمندان دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ته د لیسانس او ماسټري زده کړو په موخه معرفي کړي.

نوراحمد درویش له هغوی څخه وغوښتل چې د اجناسو په ساتنه، د ښو خدمتونو په وړاندې کولو، د با کیفیته اجناسو تسلیمولو، د کاري تعهد او صداقت لرلو، د ریاستونو تر منځ د مراسلاتو په را لنډولو، د اجناسو او تجهیزاتو د ثبت ډيټابیس رامنځته کولو او د برېښنا او انټرنیټ ستونزو حل کولو په برخو کې دې د خپلو کارمندانو لپاره لنډمهاله او اوږد مهاله روزنیز پروګرامونه په نظر کې ونیسي او د خدمتونو په وړاندې کولو کې دې جدي توجه وکړي تر څو مناسبه آسانتیاوې رامنځته شي.

په پای کې د اداري او زیربناو ریاست سرپرست سیدنسیم سادات ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د لارښونو مطابق به، د کاري پروګرامونو په تطبیق او د اداري، ساختماني او خدماتي چارو په آسانتیا کې د پخوا په پرتله لا زیات کوښښ وکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS