لوړو زده کړو وزارت د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوښتګر او ورزشکار محصلین د یوه تشویقي پروګرام په ترڅ کې وستایل.

nasir_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۹:۶
aaaaaassssssssfff

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام امریت په نوښت د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوښتګرو او ورزشکارو محصلینو لپاره جوړ شوي تشویقي پروګرام کې د دغه وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني وویل: «موږ هڅه کوو چې د نوښتګرو محصلینو نوښتونه پټ پاتې نه شي او د هغوی د نوښتونو د غوړېدو او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړو.» نوموړي زیاته کړه چې زموږ هېواد د پرمختګ لپاره په تخنیکي برخو کې لا زیات کار او نوښتونو ته اړتیا لري.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي د اسلامي علماء کرامو او اختراع کوونکو شخصیتونو او اختراعاتو ته په اشارې سره وویل، چې موږ هغه وخت نوښت کولی شو چې له خپل وخت او امکاناتو اعظمي ګټه واخلو. 
وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون یادو محصلینو د لوړو زده کړو وزارت له ملاتړ او تشویق څخه د مننې تر څنګ، خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مسؤلانو سره شریک کړل. 
د پروګرام په پای کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري یاد محصلین په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شول.  
د یادولو وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت د نورو پوهنتونونو نوښتګرو محصلینو لپاره ورته پروګرامونه په پام کې لري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS