لوړو زده کړو وزارت د ککړې هوا څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي ځانګړې کمیټه رامینځته کړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۴:۵۷
کمیته آلودگی هوا

په هغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور په مشرۍ جوړه شوې وه، تر بحث وروسته « له ککړې هوا څخه د مخنیوي په موخه د پوهاوي ځانګړې کمیټه» جوړه شوه.
په دې کمیټه کې مالي او اداري مرستیال د رئیس په حیث، د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس له رسنیو سره د همغږۍ د مسؤول په حیث، د اوبو او چاپیریال انجینري پوهنځی، کرنې، ژورنالیزم، حقوق، طب، ښکلیو هنرونو، ځمکپیژندنې او کانونو پوهنځیو علمي کادرونه ددې کمیټې د تخنیکي او تخصصي غړو په حیث وټاکل شول.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور په لومړي سر کې د کمیټې له غړو څخه وغوښتل چې د کميټې د موخو او فعالیتونو پرمخ وړلو لپاره طرزالعمل جوړ کړي تر څو د هغه په پلي کولو سره خپل کاري راپورونه د ککړې هوا څخه د مخنیوي عالي کمیسیون ته وړاندې کړي.

مالي او اداري مرستیال زیاته کړه، چې په دې طرزالعمل کې اصلي موخې، کاري ساحې، وړتیاوې، برنامې، د برنامو د پلي کولو لارې، اړتیاوې او له رسنیو سره د کمیټې د غړو د ګډون څرنګوالی باید په ځانګړي توګه واضح کړای شي.

نوموړي په راتلونکي کې د هوا او چاپیریال د سرچینو په معلومولو او پیژندلو کې د علمي ټولنې رول مهم وبلل او د کمیټې له غړو څخه يې وغوښتل، تر څو د علمي حل لارو په پیدا کولو کې د هوا او چاپیریال د ککړوالي په ضد د مبارزې په کمپاین کې خپله دنده سر ته ورسوي.

د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئيس عزیزاحمد اوریاخیل وویل چې د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي لپاره د کلیپونو او تصویري راپورونو په اړوند کار دوام لري او ډیر ژر به دغه کلیپونه له رسنیو سره شریک کړای شي.

همدارنګه نورو ګډون والو هم خپلې طرحې، نظرونه، وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړل او د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي په خاطر یې خپل چمتوالی وښود.

د یادولو وړ ده چې د هوا او چاپیریال د ککړوالي څخه د مخنیوي په هکله د پوهاوي ۲۰ کسیزه کمیټه په اوونۍ کې یو ځل ناسته لري، د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي د حل لارو په اړوند بحث او د نظر تبادله کوي او په پای کې خپلې لاسته راوړنې د هوا د ککړوالي څخه د مخنیوي عالي کمیسیون سره شریکوي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS