لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له یو شمېر استادانو سره وکتل

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۹:۲۲
g

لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له یو شمېر هغو استادانو سره چې مالیزیا هېواد ته د ماسټـرۍ له پاره تللي وو وکتل.

په دې کتنه کې استادانو د لوړو زده کړو وزارت له غوره اسانتیاوو څخه په مننې، په مالیزیا کې د هغوی له پاره د مناسبو امکاناتو د موجودیت او د هغوی د تحصیلي دورې راپور ورکړ او په هغه هېواد کې يې د لا زیاتو زده کړو او زیاتو تجربو د لاسته راوړو په موخه خپلې غوښتنې مطرح کړې.

مالي او اداري معین نور احمد دروېش په داسې حال کې چې د یادو استادانو د زحمتونو او له فرصت څخه د هغوی د غوره ګټه اخستنې په پار ستاینه وکړه؛ ژمنه يې وکړه چې د هغوی له پاره به د لا زیاتو تحصیلي فرصتونو د زمینې برابرولو په برخه کې هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

مالي او اداري معین وویل، په فوق لیسانس پروګرامونو کې د استادانو ګډون زموږ اړتیا ده او د غوره تحصیل اسانتیا برابروي او له شک پرته د افغانستان د تحصیلاتو د کیفیت په لوړتیا به مثبت اغېز کوي.

د یادونې وړ ده چې د کرنې او وترنرۍ ۲۰ تنه استادان په ۲۰۱۸م کال مالیزیا ته د لوړو زده کړو وزارت د پراختیا پروګرام له خوا د ماسټرۍ په موخه لېږل شوي وو چې په نږدې وخت کې به د هېواد د خدمت له پاره بېرته راشي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS