ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن لوړو زده کړو وزارت خپل کلنی راپور وړاندې کړ.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۱:۱۵
jdkshksdkj

ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په بهیر کې نن د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه کنفرانس له لارې د دغه وزارت د تېر کال لویې او مهمې لاسته راوړنې او فعالیتونه شریک کړل. 
  
په همدې موخه جوړ شوي کنفرانس ته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې په تېر ۱۴۴۴هـ.ق کې مو د علمي پراختیا په موخه په مختلفو تحصیلي بنسټونو کې (۹) د دوکتورا، (۴) د ماسټري برنامې او (۲۹) د لېسانس په کچه پوهنځی او همدارنګه (۶۵) ډېپارټمنټونه ایجاد کړي دي. 

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې د تحصیلي نصاب ریاست له لوري (۹۰) تحصیلي نصابونه نهایي شوي، چې (۷۰) د لېسانس، (۱۳) د ماسټرۍ او (۷) د دوکتورا د دورې نصابونه دي. هغه زیاته کړه چې (۷) نړیوال او (۳۳) ملي ژورنالونه ایجاد شوي او په فعالیت یې پیل کړی دی.

ښاغلي خیرخواه وویل چې په تېر کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل او شیخ زاید ـ خوست پوهنتونونو کې علمي کنفرانسونه جوړ شول، په امارتي تحصیلي بنسټونو (۸۵۰) استادان جذب شول، چې ډېری یې د اسلامي ثقافت نوې ایجاد شوې پوهنځي لپاره وو.  

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې (۲۳۹) د علمي کادر غړي او امارتي ادارو کارکوونکي بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل شوي، چې (۲۸۰) تنه یې د تحصیل له تکمیل وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او داري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل، چې په تېر کال کې د لومړي ځل لپاره په (۲۵) امارتي پوهنتونونو کې د څېړنو معاونیتونه رامنځ ته شول، د لوړو زده کړو وزارت پنځه کلن ستراتیژيک پلان جوړ شو او همدارنګه د محصلینو د عملي کارونو په موخه له مختلفو وزارتونو سره هوکړې لاسلیک شوي دي، چې د ښار جوړونې او اوبو او انرژۍ وزارتونه د بېلګې په ډول یادولی شو. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین وویل چې د عصري او دیني زده کړو تر منځ د واټن راکمولو په پار، په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د دیني علماء کرامو او پوهنتونونو د استادانو تر منځ ګډ دیني ـ علمي سیمینارونه جوړ شول. 

ښاغلي حسیب زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د مسؤلینو په هڅو او د امیر المؤمنین حفظه الله په امر د هېواد په شپږو زونونو (ننګرهار، کندوز، بلخ، پکتیا، هرات او هلمند) ولایتونو کې دیني جامعات رامنځ ته شول. 

وروسته د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وویل چې په تېر کال کې د لوړو زده  کړو وزارت اړوند (۷۰۰) جرېبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې، د ۴ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ ساختماني پروژې تکمیل شوي، بلخ او الفلاح خصوصي پوهنتونونو ته د تضمین کیفیت بشپړ اکاډمیک اعتبار ورکړل شوی او د هلمند لوړو زده کړو مؤسسې، پوهنتون ته ارتقا کړې ده. 

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رئیس انجنیر روح الله روحاني د دغه وزارت راتلونکي پروګرامونه او پلانونه له رسنیو سره شریک کړل او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت په تېر کال کې خپلې ټولې علمي چارې او انکشافي پروژې له خپلې عادي بودجې څخه پر مخ وړي دي. 

د یادولو وړ ده چې د کنفرانس په پای کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو له لوري د رسنیو استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS