ننګرهار پوهنتون کې د HEMIS سیستم د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۰:۱۸
G

دغه ورکشاپ کې چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته جوړ شوی ؤ، د یاد سیستم د کارولو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د خپلې وینا پر مهال د پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت او د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم د محصلینو، استادانو او کریکولم اړوند ټول مواد باید په سافټ بڼه د HEMIS په آنلاین سیستم کې ځای پر ځای کړي.

 نوموړي د کمپیوټر ساینس پوهنځي له ادارې او استادانو مننه وکړه، چې په دې برخه کې له استادانو او اداري کارکوونکو سره مرسته کوي.

ورپسې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو پوهنمل محمد اسماعیل خطاب او پوهنیار محمد فهیم عزیزي له‌خوا HEMIS سیستم د مېکانېزم او کارونې په اړه د ورکشاپ ګډونوالو ته پریزنټېشنونه ورکړل شول او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS