نن د کابل پوهنتون نوی رییس د یوې ناستې په ترڅ کې د دغه پوهنتون استادانو او کار کوونکو ته وروپېژندل شو

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۱۰:۲۴
رییس جدید التقرر پوهنتون کابل امروز طی محفلی به استادان و کارمندان آن پوهنتون معرفی شد

۱۴۰۰کال، د لړم ۵مه. 
د کابل پوهنتون نوي رییس دوکتور اسامه عزیز د معرفي کولو په مراسمو کې، د علمي او زده کړیالانو چارو سرپرست معینانو او د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست دفتر رییس حضور درلود. 
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو سرپرست معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د کابل پوهنتون د رییس په توګه د دوکتور اسامه عزیز ګومارنه، د کابل پوهنتون د علمي موقف د ځواکمن کېدو په برخه کې ګټور وباله او د دې تمه یې وښوده، چې کابل پوهنتون به په علمي ډګر کې تر بل هر وخت ښه وځلیږي. د لوړو زده کړو وزارت علمي معین زیاته کړه، چې لوړو زده کړو وزارت په دې هڅه کې دی، چې وړ او وطن دوست کسان د هېواد په پوهنتونونو کې جذب کړي. لطف الله خیرخواه د کابل پوهنتون مخکیني سرپرست محمد اشرف غیرت له کړنو مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې د دغه اکاډمیک بنسټ نوی رییس به د دغه پوهنتون د استادانو په همکارۍ سره د تدریس په ښه‌والي او د نوې تدریسي بڼې په برخه کې جدي هڅې وکړي.  
وروسته د کابل پوهنتون مخکیني سرپرست محمد اشرف غیرت، د دغه پوهنتون د استادانو له همکاریو او په هېواد کې د پوهې د پرمختګ لپاره د هغوی له هڅو مننه وکړه او د کابل پوهنتون نوي رییس لپاره یې د الله تعالی له دربار څخه توفیق وغوښت. 
د کابل پوهنتون نوي رییس دوکتور اسامه عزیز وویل، چې هڅه کوي دغه لوی علمي بنسټ د اسلام مبین دین او هېواد ځورېدلو خلکو د خدمت په موخه، په ښه ډول مدیریت کړي. 
دوکتور اسامه عزیز له اسلام اباد نړیوال پوهنتون څخه د دوکتورا سند تر لاسه کړی دی.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS