وردګ د لوړو زده کړو موسسه کې د (( OBE-SCL )) لس ورځنی ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۸:۲۵
ل

د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په موخه د پوهنتون رییس پوهنیار مسعود حسن زي، د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل سید انور اکبري، د پوهنځیو رییسانو، د څانګو آمرینو، استادانو او د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلو استادانو چې د دغه ورکشاپ د ټرېنرانو په توګه وردګ د لوړو زده کړو موسسې ته ورپېژندل شوي وو، ګډون درلود .

د پوهنتون رئیس پوهنیار مسعود حسن زي د پایلو پر بنسټ پوهې او د محصل محوري زده کړو (OBE-SCL) په اړتیا او ارزښت وینا وکړه او د یاد ورکشاپ اهمیت ته په اشارې سره یې له ټولو استادانو څخه وغوښتل چې په پوره اخلاص او لېوالتیا سره په یاد ورکشاپ کې برخه واخلي او له لاسته راوړنو او تجربو څخه یې په راتلونکي کې اغېزناکه ګټه پورته کړي . همدا راز یې له وزارت څخه راغلو ټرېنر استادانو څخه د ورکشاپ د ګډونوالو پوښتنو ته د ځواب ویلو په برخه کې د پوره حوصلې غوښتنه وکړه.

د دغه پرانیستې مراسمو په وروستۍ برخه کې د لوړو زده کړو څخه ورپېژندل شوي ټرېنر استاد رحماني وینا وکړه او د ورکشاپ پر اهمیت یې رڼا واچوله او هیله یې څرګنده کړه چې په دغه ورکشاپ د برخه اخیستونکو استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې به یاد ورکشاپ مهم رول ولوبوي. همدا راز نوموړي د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې په یاد ورکشاپ کې له ګډون کوونکو سره په پوره هڅې او حوصلې سره کار وکړي.

په دې لس ورځني ورکشاپ کې به د نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ په لاندې برخو هراړخیز بحث وشي او معلومات ورکړل شي.

1. پر پایلو ولاړې زده کړې.

2. شاګرد محوره زده کړې.

3. د اغېزناک تحصیلي نصاب پراختیا او د هغه مهارتونه او لارې چارې.

4. د تحصیلي موخو ټاکل او د هغه مراحل او لارې چارې.

5. د ټاکل شویو موخو پر بنسټ د زدکړیالانو ارزونه او د ارزونې بېلابېل میتودونه.

6. د ټاکل شویو موخو، درسي توکو او د ارزونې د پایلو پرتله.

7. د مشارکتي زده کړو څخه په ګټه اخیستنې د ډلګۍ پر بنسټ د زدکړو پراختیا او ملاتړ.

8. له پورته ښکته، له ښکته پورته او مختلطې زده کړې.

9. غیر حضوري یا آنلاین زده کړې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS