په بامیان پوهنتون کې د هېواد د اوبو مدیریت او کمال خان بند پرانیستنې په ویاړ علمي کنفرانس جوړ شو

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۷:۵۰
g

کنفرانس د بامیانو پوهنتون مشر پوهنمل دوکتور عبدالعزیز محبي د اساسي چاپېریال او د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو کې د اوبو د رول په مقدماتي خبرو پیل کړ. دغه راز هغه د اوبو مدیریت په نړیواله کچه په اقتصادي پرمختګ، کرنه، برېښنا او سیاسي او ټولنیز ځواک پیاوړتیا کې مهم وباله.

همدارنګه هغه د هېواد د اوبو مدیریت کې د کمال خان بند د ارزښت تر څنګ وړاندیز وکړ، چې دولت باید اوبه د ځړوبیو په وسیله مدیریت کړي، څو له یوه اړخه په اوړي کې ویلې شوې واورې د سېلابونو لامل نه شي او له بله اړخه په لوړو څوکو کې په ځمکه کې جذب شي، چې هلته چینې راپیدا شي او کرنه د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.

دغه راز د لوړ کندوز سیند حوزې مشر محمد امین ذکي د کمال خان بند، د هغه د جوړونې پړاونو، د برېښنا تولید او د خړوبولو ځمکې په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په دوام کې د بامیانو پوهنتون څلور  استادانو په لاندې سرلیکونو د خپلو څېړنو پایلې واورولې:

۱ـ د کمال خان بند ستراتیژیک موقعیت او ارزښت ته کتنه

۲ـ په نیمروز ولایت کې د خلکو پر ژوند د کمال خان بند اقتصادي، سیاسي او کرنیزې اغېزې

۳ـ د اوبو مدرنه دولتداري؛ کمال خان بند ته په کتو د هېواد ابي منابعو مدیریت کې د هغې رول

۴ـ په هېواد کې د کمال خان بند سیمه ییز او جیوپولیتیکي ارزښت

دوکتور مالیستاني سیمییزه جیولوجیکي نقشه واضح کړه او ویې ویل، چې پخوا له پولو هاخوا د اوبو مسیر بدلولو او ذخیره کولو لپاره کانالونه کېندل شوي وو، چې دغه کار د اوبو وچېدو او طبیعي ایکو سیسټم د بدلون لامل شوی دی. دوکتور حسنیار د دې په واضح کولو سره چې څومره ځمکه تر کرنې لاندې ده او له کمال خان بند سره به څومره ځمکه تر کرنې لاندې شي وویل، چې دا به د نیمروز خلکو په دسترخوان کې بدلون راولي او په راتلونکي کې به هېواد ځواکمن کړي

استاد جوادي د هېواد ابي منابعو مدیریت او کمال خان بند په اړه د اوبو مدرنې دولتدارۍ په اړه د خپلې ځېړنې دوولس بېلګې او مثبت تغیر په اړه یې خبرې  وکړې. په پای کې استاد منان برهان د سیمې جیوپولیتیکي ارزښت ته اشاره وکړه او هغه نړیوال قوانین یې اړین وبلل، چې افغانستان پکې د لوړو  اوبو او ګاونډیان یې د ټيټو اوبو لرونکي دي. دغه راز له ګاونډیو هېوادونو سره د همپالنې سیاست غوره کول، د سولییز او ارام ژوند لامل وباله.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS