په تحصیلي بنسټونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پروژو پرمختګ لپاره د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش په مشرۍ په تحصیلي بنسټونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د پروژو د پرمختګ او د ۱۴۰۰مالي کال د بودجې سم لګښت په پار د همغږۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته له یو شمېر مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو او همدارنګه د ۱۴۰۰کال د پراختیایي او زېربنایي پروژو له تړونوالو سره په انلاین توګه تر سره شوه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د دغې ناستې موخه د هېواد په پوهنتونونو کې د ۱۴۰۰ کال د پراختیایي او بنسټیزو پروژو د تطبیق پروسې ته نظم ورکول وبلله.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د تدارکاتو قانون، مقرراتو او په هوکړه لیک کې له په ګوته شویو مادو سره سم د پروژو پر پلي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل؛ که چېرې په کار کې کومه ستونزه رامنځته کېږي، نو لوړو زده کړو وزارت یې په وخت سره هوراي ته تیار دی، له هغې پرته ټول تړونوال له ژمنو او د تدارکاتو قانون سره سم د پروژو په پلي کولو مکلف دي.
نور احمد دروېش د تړونوالو د مسوولانو او اړوندو پوهنتونونو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او هغوی یې دې ته وهڅول چې په ګډه او همغږۍ سره پروژې په وخت سره پلې کړي. دغه راز ویې ویل چې یادې پروژې د تحصیلي بنسټونو لپاره برخلیک ټاکونکې دي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رییسې پوهنمل شکریه جمال وویل چې د مرکزي او ولایتي پوهنتونونو د یو شمېر پوهنځيو انټرنټي شبکو تړل د ۱۸ قرادادي پروژو په مټ په چټکۍ سره دوام لري او هڅه کېږي چې دغه پروژې په خورا ښه ډول بشپړې او پلې شي.
