په سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې د سولې مرکز پرانېستل شو
د ياد مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د کونړ والي، د ننګرهار او کونړ پوهنتونونو ريیسانو، استادانو، د کونړ ولایتي شورا منشي، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او محصلینو برخه اخیستې وه.
د سیدجمال الدین افغان پوهنتون مشرتابه د یاد مرکز فعالیتونه تشرېح کړل زياته يې کړه: سوله د بشر لپاره د ساه اخيستو په څېر ارزښت لري.
او د هېواد کې اقتصادي، سیاسي، ټولنیزه او پرله پسې پراختيا پر سوله او ټيکاو پورې تړلی ده. بېوزلي، لوږه، جګړه او بې عدالتي په ټولنه کې د ځنګل قانون دودېدل د جنګ ناوړه پايلې دي چې وروسته پاتې او بېوزله هېوادونه يې ښه بېلګه دي.
د یاد مرکز د فعاليتونو پر مټ به د ننګرهار او سيد جمال الدين افغان پوهنتونونو د استادانو او محصلينو ترمنځ د علمي همکاریو، تجربو، اړیکو او د محصلینو لپاره د ګډو کنفرانسونو، سمپوزیمونو او علمي سفرونو زمینه برابره شي.
د پوهنتون مشرتابه د کونړ له والي، له ننګرهار څخه راغلي پلاوي، له بېلابېلو ادارو څخه راغلو استازو او قومي مشرانو مننه وکړه.
د مراسمو په پای کې شاهدالله امن د کونړ ولايت والي محمد اقبال سعيد له لوري د سولې مرکز د مسؤل په توګه د پوهنتون ادارې ته ور وپېژندل شو.
