په فارياب پوهنتون کې د کار او اجرااتو د قانون په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۲:۶
ل

د کار قانون، د اداري اجرااتو قانون، د ملکي خدمتونو د کار کوونکو د ذاتي چارو مقرره او قانون، د اداري چارو د ښه والي له پاره د اداري مراسلاتو لارښود او پلي کولو په اړه يې په فارياب پوهنتون کې دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ په پيليزه کې د فارياب پوهنتون رييس پوهنمل فيروز اوزبيک کريمي، د علمي چارو مرستیال پوهنمل نوراحمد قيتمس، د پوهنتون د محصلينو چارو مرستيال پوهنیار اميد مقيمزي، د پوهنيځيو رييسانو، د پوهنتون د استادانو د چارو او علمي څېړنو امر پوهنمل محمد نعيم ارتاش، د څانګو امرينو، يو شمېر استادانو، تدريسي مديرانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

د فارياب پوهنتون رييس وويل دغه ورکشاپ د يوې په اصولو ولاړې او ځواب ويونکې ادارې د لرلو په منظور، د اړوندو قوانينو په اړه پوهاوی او د بېلابېلو کچو مامورينو او کارکوونکو له پاره د تحصيلي او اداري ښو خدمتونو د وړاندې کولو له پاره يې د پلي کولو په منظور د فارياب پوهنتون د استادانو او کارکوونکو له پاره جوړ شو او بايد چې اعظمي استفاده ترې وشي.

د ورکشاپ په بهير کې، د ديپلوماسي او اداري څانګې علمي کادري غړي پوهنيار اميد نصيب د «کار د قانون» د جزا او خصوصي حقوقو د څانګې علمي کادري غړي پوهنيار محمد علم عديل «د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چارو د مقررې او قانون» د جزا او خصوصي حقوقو د څانګې علمي کادري غړي پوهنيار محمد هارون فتاحي د «اداري اجرااتو قانون» او د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي رييس پوهنمل دوکتور محمد اسماعيل قيوم اوغلي د «اداري مراسلاتو د لارښود» په اړه خپل پريزينتيشنونه وړاندې کړل. په اړوندو مطرح شوو موضوعاتو د ورکشاپ د ګډون کوونکو له لوري بحث او خبرې اترې وشوې چې پوښتنو ته يې د استادانو له لوري ځوابونه ورکړل شول.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS