په لوړو زده کړو وزارت کې د هېواد مرکزي دولتي پوهنتونونو او یو شمېر خصوصي تحصیلي بنسټونو له لوري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني کړنې او لاسته راوړنې وستایل شوې.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۳:۴۱
rgdr

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پر شخصیت او مدیریتي ځواکمنتیاوو خبرې وکړې. 
وروسته د مرکزي پوهنتونونو مسؤلانو او د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مرستیال په خپل وار سره د مولوي عبدالباقي حقاني د پروګرامونو، لاسته راوړنو او شخصیت ستاینه وکړه. همدارنګه له تحول وروسته یې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د بېرته فعالولو، پر تحصیلي نصاب کار کولو، د نویو ماسټري او شپنیو پروګرامونو رامنځته کولو، له قوانینو سره سم په خالي بستونو کې د علمي کادر د جذب، په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د نړیوال ژورنال رامنځته کولو، د کادري روغتونونو د ستونزو د حل، له خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه ملاتړ، د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو د پلي کولو او پر نورو لاسته راوړنو خبرې وکړې. 
ویناوالو مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد د پوهې او لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې یو مدبر، حلیم او متواضع شخصیت یاد کړ او ویې ویل چې نوموړي په خورا تدبیر سره د هېواد په یوه اساسي پړاو کې په ټولو دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو درسي سیسټم فعال کړ او د پرمختګ او معیاري کولو لپاره یې ګټور ګامونه واخیستل.  
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پر څو اړخیز شخصیت او مختلف فعالیتونو خبرې وکړې او د نوموړي د دندې پر اتلسو عمده لاسته راوړنو یې معلومات وړاندې کړل. 
په یاد محفل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو د مننې تر څنګ وویل: «دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې له یوه متعهد او مسلکي کاري ټیم سره یو ځای، الله تعالی د هېواد او خپلو خلکو لپاره د خدمت توفیق راکړ.» 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اسلامي نظام تر چتر لاندې کار کول عبادت وبلل او په هېواد کې یې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د علماء کرامو، مجاهدینو او خلکو تر منځ یووالی اړین وباله. 
همدارنګه مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد د تحصیلي نظام پر ځواکمنتیا او معیاري کولو د ټینګار تر څنګ، وویل: «د یوه ځواکمن، باعزته او پر ځان بسیا افغانستان لپاره پکار ده چې د اسلامي او ملي روحیې په پام کې نیولو سره خپل ځوانان په عصري معیاري زده کړو وروزو او ټولنې ته یې وړاندې کړو.» 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې پر دندو ګومارنه او ترې ګوښه کېدل په نظام کې یو اصل دی. نوموړي زیاته کړه چې د اړتیا پر مهال به د لوړو زده کړو وزارت نوي مشرتابه سره خپلې تجربې شریکې کړي او د ا.ا.ا د لوړو موخو د تر لاسه کولو په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي. 
د محفل په پای کې الحاج مولوي عبدالباقي حقاني ته د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له لوري ترتیب شوي ستاینلیکونه ورکړل شول. همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر خپل کتابونه د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو یو شمېر مسؤلینو او د وزارت مرکزي ادارو ځينو رئیسانو ته ډالۍ کړل.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS