په ننګرهار پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې نړيواله ورځ ونمانځل شوه
په ياده نمانځغونډه کې چې د ننګرهار پوهنتون د چاپېریال ساتنې او کلتوري کمېټو او د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو د مشرانو، استادانو او اداري کارکوونکو سربېره د ننګرهار ولایت مقام مرستیال او د ولایتي ادارې ځینو رییسانو او مسوولينو هم برخه درلوده.
د غونډې د پرانيستنې په وينا کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د چاپېریال ساتنې نړيوالې ورځې د نمانځې د موخو او ارزښت په اړه وینا وکړه او ویې ويل چې د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ د ۱۹۷۴ زېږدیز کال راپدې خوا ټوله نړۍ نمانځي، اصلي موخه یې د چاپېریال د ساتنې، پاکۍ او سالمې ګټې اخیستنې په اړه عامه پوهاوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د هوا، اوبو او خاورې ککړتیا، په غیر فني او مسلکي توګه د ځنګلونو وهل، د اوبو له زېرمو ناسالمه ګټه اخیستنه، د مرغانو او ژویو ښکار او نور هغه څه دي چې دمګړۍ یې د بشریت ژوند له ګواښ سره مخ کړی او که مخه یې ونه نیول شي نو لوی ناورینونه به رامنځته کړي.
د ننګرهار ولایت مرستیال پوهنوال ببرک مياخېل د غونډې ګډونوالو ته د چاپېريال پر وړاندې د پیل شوې جګړې او ننګونو په اړه معلومات ورکړل، د پوهنتون په استادانو، علما او د ټولنې په نورو هغو کسانو چې په دې هکله عام وګړي پوهولای شي، غږ وکړ چې خلک وپوهوي او د چاپېريال پر وړاندې شته ننګونې راکمې او ان له منځه يوسي.
د ښاري چاپېریال مدیریت او پلان جوړونه، په چاپېریال ساتنه کې د رسنیو ونډه، ایکو سیستم او د چاپېریال پر وړاندې د پرتو خنډونو او د هغې د حل لارو په هکه نورو ګډونوالو ويناوې وکړې او پريزنټيشنونه یې وړاندې کړل.
د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون او ولایت مقام مشرتابه او د غونډې برخوالو په ګډه د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په ویاړ د پوهنتون په انګړ کې د چاپېریال د پاکۍ کمپاین هم ترسره کړ.
