په کابل طبي پوهنتون کې د زېږنتون تدریسي روغتون د رغونې او د رفقي کامل اوغلو پخواني سناتوریم د بیارغونې کار پیلېږي

baqir_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۲:۵۹
g

په پام کې ده چې ډېر ژر به د زېږنتون تدریسي روغتون د جوړولو او رفقي کامل اوغلو پخواني سناتوریم بیا جوړولو کار د ترکیې تیکای دفتر له لوري په کابل پوهنتون کې پیل شي.

په همدې موخه نن د لوړو زده کړو علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش هم و، د یادې پروژې د جوړولو نقشه ومنله چې د تیکا دفتر له لوري د یوه پرېزنټېشن له لارې وړاندې شوه او د دغې پروژې د کار د پیل په اړه یې له تیکا سره بحث وکړ او نظرونه یې سره شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د دواړو هېوادونو پر تاریخي او دوستانه اړیکو په ځانګړي ډول په افغانستان کې د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې یې د ترکیې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز هغه د افغانستان په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د تیکا دفتر له فعالیتونو مننه وکړه او د هغوی خدمتونه يې د دواړو هېوادونو او ملتونو تر منځ د ملګرتیا او ورورولۍ نښه وبلل

وروسته په کابل کې د تیکا دفتر رییس ذوحتو چال د افغانستان او ترکیې هېوادونو تر منځ سل کلنې ملګرتیا ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د تیکا اداره له ۱۷ کلونو راپدېخوا د افغانستان لوړو زده کړو په شمول په بېلابېلو برخو کې خدمتونه کړي او په دې برخه کې د لا نورو خدمتونو په هڅه کې ده.

هغه وویل چې په کابل طبي پوهنتون کې د رفقي کامل اوغلو تاریخي سناتوریم ودانۍ بیا جوړولو او زېږنتون تدریسي روغتون د جوړولو لومړني کارونه تیار شوي چې د لوړو زده کړو وزارت له تایید وروسته به یې عملي کار پیل کړو

په دې ناسته د یادې پروژې نقشه د دغې پروژې د مسوول شاکر مراکي له لوري په تیکا دفتر کې وړاندې شو او د پخوانیو ودانیو د تاریخي اصلیت ساتلو او همدارنګه د زېږنتون د نوې ودانۍ په اړه خبرې وشوې او نظرونه سره شریک شول.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي وویل چې دغه پروژه دواړه هېوادونو ته اړینه ده او ډېر ژر یې باید کار پیل شي. هغه د پخوانیو ودانیو د تاریخي اصلیت پر ساتلو او پر ټاکلي وخت د ټولو پروژو پر بشپړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دواړو اړخونو تخنیکي ټیمونه باید په همغږۍ سره د پروژې د نقشې پر وروستي کولو او نورو اړینو مواردو په برخه کې کار وکړي، څو دغه پروژې د عملي کېدو پړاو ته ورداخله شي.

پوهمنل عبدالتواب بالاکرزي د دغې پروژې د چټکولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ښکېلو ادارو ته سپارښتنه وکړه او د تیکا ټیم ته یې ډاډ ورکړ چې د یادې پروژې په پلي کولو کې لوړو زده کړو وزارت هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د ترکیې او تیکا دفتر د همکاریو د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې په کابل طبي پوهنتون کې د ډاکټر رفقي کامل اوغلو زېږنتون د پروژې د جوړولو او د یاد تاریخي سناتوریم د بیا جوړولو په برخه کې به هېڅ ډول هڅې  ونه سپموي.

دغه پروژه ۹۷۰۰ متره مربع مساحت نیسي او یاد تدریسي روغتون شپږ پوړه او ۶۰ بستره لري چې په ۳۶ میاشتو کې به جوړ شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS