په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ماسترۍ برنامو آتمې دورې فارغانو د وروستۍ پروژې/ تیزېس د دفاع لړۍ پیل شوه

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۸ - ۵:۲۲
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ماسترۍ برنامو آتمې دورې فارغانو د وروستۍ پروژې/ تیزېس د دفاع لړۍ پیل شوه. 

۱۴۰۰کال، د کب ۲۸مه
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ماسترۍ برنامو آتمې دورې فارغانو د وروستۍ پروژې/ تیزېس د دفاع لړۍ پیل شوه. 
په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني، د دولتي محصلانو چارو رئیس استاد حامد یعقوبي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال عبدالرشید اقبال او ګڼ شمېر استادانو او محصلینو ګډون کړی وو. 
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس نوموړې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري د فوق لیسانس پروګرامونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې په دغه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هڅه کوي چې په یاده برخه کې لا ډېر مسلکي کادرونو ته د تحصیل زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټولو دولتي فوق لیسانس پروګرامونو په فیسونو کې د پام وړ کمښت راغلی او د محصلینو لپاره ټولې لازمې او ضروري اسانتیاوې په پام کې لري. 
همدارنګه هغه په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري د فوق لیسانس پروګرامونو په برخه کې خصوصي سکټور ته هم اسانتیاوې برابرې کړي، چې پر روڼتیا یې ټینګار کوي او په دغه برخه کې هم ډېر کار شوی دی.  
د یادونې وړ ده، چې د یاد ماستري پروګرام له آتمه دورې څخه به تقریباً ۹۰ تنه محصلین فارغیږي، چې د تېزیسونو دفاع به یې تر راتلونکو څو روځو پورې په نورمال ډول دوام وکړي. 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS