په کونړ ولايت کې د دیني مدارسو د عالمیې، عالیې او خامسې درجو کلنۍ ازموینه پیل شوه.
د پرانيستې په مراسمو کې د کونړ مرستيال والي الحاج مولوي عبدالله حقاني دیني علماوو ته د دغه ستر فرصت برابرول د اسلامي نظام ښېګڼه یاده کړه او له ټولو گډونوالو یې وغوښتل چې خپلې وړتیاوې د اسلامي نظام د بقا او استحکام لپاره مصرف کړي.
د دې ولايت د علماوو شورا رييس الشیخ مولوي عبدالقهار صديقي د لوړو زده کړو او پوهنې له وزارتونو مننه وکړه چې علماء کرامو ته يې د دې لويې ازموينې زمينه برابره کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري په گډه د ټول هېواد سربېره د کونړ ولايت د امارتي او خصوصي دیني مدارسو له ۹۳۸ تنو څخه چې ۳۲۹ تنه یې د عالمیې، ۲۸۱ تنه د عاليې او ۳۲۸ تنه د خامسې درجو فارغ فاضلان او طالب العلمان دي؛ د شپږو ورځو په ترڅ کې به ترې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمه ازموينه واخېستل شي.
نټېه: شنبه
۸/۷/۱۴۴۵ هـ ق ۳۰/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش ۲۰/۱/۲۰۲۴ م
