پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون د نوي رییس او انجنیر محمد زبیر حقمل د لوګر لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۱۱:۲۶
پوهندوی عبدالعزیز نعمانی به حیث رئیس پوهنتون هرات و انجنیر محمد زبیر حقمل به حیث معاون مالی و اداری موسسه تحصیلات عالی لوگر معرفی شدند.

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۱مه

پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون د نوي رییس او انجنیر محمد زبیر حقمل د لوګر لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

د یادو کسانو د معرفي کولو پر مهال د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، د یادو تحصیلي بنسټونو مشرتابه، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د هرات پوهنتون نوي رییس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هېواد ځوانانو د روزنې په برخه کې د هرات پوهنتون مخکني رییس او استادانو نه ستړې کېدونکې هڅې وستایلې او د یاد منسب له امله یې د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه.

همدارنګه د لوګر لوړو زده کړو موسسې نوي مالي او اداري مرستیال انجنیر محمد زبیر حقمل د یاد تحصیلي بنسټ استادانو او کارکوونکو ته خپله کاري طرحه وړاندې کړه او د دغې تحصیلي موسسې له کارمندانو یې وغوښتل، چې د چارو د غوره ترسره کولو په برخه کې همکاري ورسره وکړي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS