پوهنیار حامد عبیدی د لوړو زده کړو وزارت د ویاند په توګه معرفی شو

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۳:۴۳
a

د لوړو زده کړو وزارت په وړاندېز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د منظورۍ پر اساس، پوهنیار حامد عبیدي د لوړو زده کړو وزارت د ویاند په توګه وټاکل شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې مناسبت تر سره شول، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د دقیقې او پر وخت اطلاع رسونې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ويل چې لوړو زده کړو وزارت د پر وخت اطلاع رسونې اهمیت ته په کتو، په دې پرېکړه وکړه چې په یاده برخه کې یو نوی بست ایجاد کړي تر څو ددغې برخې کارونه په منسجمه او توحیدي بڼه تنظیم شي.

نوموړي زیاته کړه چې پخوا په دې برخه کې د یو ځانګړي بست د کمبود له کبله، د نشراتو او یا نورو څانګو رئیسانو به د خپل وظیفوي مسوولیت تر څنګ د ویاندۍ دنده هم مخته وړله، چې دا موضوع به د اړوندو ریاستونو په کاري بهیر کې د یو لړ ستونزو لامل ګرځيده.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین، پوهنیار حامد عبیدي ته په نوي بست کې د تقرر له امله مبارکي وویله او د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او د لوړو زده کړو وزارت له مخکیني ویاند عزیزاحمد اوریاخیل څخه چې اوه میاشتې یې په افتخاري ډول دغه دروند مسوولیت په ښه توګه مخته یووړ، مننه وکړه.

همدارنګه په دغو مراسمو کې پوهنیار حامد عبیدي په ده باندې د جمهوري ریاست د مقام او لوړو زده کړو وزارت مشرتابه له باور کولو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت او د هیواد د تحصیلي بنسټونو د اطلاع رسونې، فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په انعکاس ورکولو کې به د اطلاع رسونې له نویو معیارونو څخه په ګټې اخېستنې سره خپل پروګرامونه تنظیم کړي.

پوهنیار حامد عبیدي د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي د هغو علمي کادري غړو له ډلې څخه دی چې چې د نویو رسنیو په برخه کې یې خپله ماسټري له چین هیواد څخه تر لاسه کړې ده .

ددغو مراسمو په پای کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او ددغه وزارت مخکیني ویاند عزیزاحمد اوریاخیل ته، چې د کرنتین په سختو شیبو او له هغه څخه وروسته دوران کې د نشراتو ریاست د کارونو مخته وړلو تر څنګ؛ وتوانید چې د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو او پروګرامونو اړوند معلوماتو وړاندې کولو او اطلاع رسونې په برخه کې په بریالۍ توګه خپل مسوولیتونه سر ته ورسوي، ستاینلیک ډالۍ کړ.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS