ډاکتر محمد بشیر عثماني د کابل طبي پوهنتون د سترګو ناروغیو کادري روغتون د رییس په توګه وټاکل شو

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۲
ھا

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۱۸مه
ډاکتر محمد بشیر عثماني د کابل طبي پوهنتون د سترګو ناروغیو کادري روغتون د رییس په توګه وټاکل شو .
په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون رییس پوهنیار ډاکتر فضل الرحمن رحماني، ډاکتر محمد بشیر عثماني رسماً د ياد روغتون ډاکترانو او کارکونکو ته د دغه روغتون د رییس په توګه وروپېژانده.
د کابل طبي علومو پوهنتون رییس، ښاغليعثماني ته د الله تعالی له درباره څخه د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د دغه روغتون له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل، چې د روغتون د ښه والي، ظرفیت لوړونې، او محصلینو د تدریس او همدارنګه ناروغانو ته د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د سترګو روغتون نوي رئیس د کابل طبي علومو پوهنتون د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د روغتون د چارو د ښه والي، د محصلینو د تدریس لپاره د غوره چاپېریال برابرولو او ناروغانو ته د صادقانه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.  
د یادولو وړ ده، چې دوکتور محمد بشیر عثماني د ننګرهار پوهنتون له طب پوهنځي څخه فارغ او د سترګو په برخه کې تخصص لري

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS