کابل پوهنتون تدارکاتو خبرتیا!

eshaq_admin
rthyfghyfg

Publish Date

Closing Date

فورم شمېره: P_ 01
د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت کابل پوهنتون ریاست د دوه لاټونو په ګډون د کابل پوهنتون سرکونو په غاړو کې د کانکريټي جدولونو نصبولو پروژې تهیه او تدارک او د جامع مسجد، څیړنو مرکز سرک، محصلينو پارک د غاړو سرک، د سيدجمال الدين مقبرې شمال لوري سرک، د عامه پاليسي اداري او ریاضیاتو تعمیر شمال لوري سرک، د فوټبال ميدان لويدېځ لوري ته نوي سرک، د عبدالله بن مسعود(رض) جامعې ریاست سرک او د کرنې پوهنځي سرک د کتابتون څخه تر کرنې پوهنځي پوري پروژه په قرارداد ورکوي، په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې پورته ذکر شوې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د MOHE/KU/1402/11/W /NCB/L1..L2) تشخصيه شمېرې درلودونکی ده، ګډون وکړي. د شرطنامې سافټ او اړونده افر په فلش کې د کابل پوهنتون تدارکاتو امريت د تهیه او تدارکاتو عمومي مديریت څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقويمي ورځو د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د کابل پوهنتونه تهیه او تدارکاتو امريت ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه، کارته سخي، جمال مېنه د علي آباد روغتون ته مخامخ موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر خلاصولو غونډه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه ۲۱ ورځې وروسته د سهار په لسو بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارک امريت کې چې د وسایطو پخواني پارکينګ، د پوسته خانې دهليز ښې لوري ته پنځمه شمېره اطاق کې دايرېږي.
د کابل پوهنتون سرکونو غاړو کې د کانکريټي جدولونو نصبولو اول لاټ کې د افر تضمين اندازه (۲۹۹۴۷۳) دوه سوه نهه نوي څأور سوه درې اویا افغانۍ ده.
د کابل پوهنتونو سرکونو جوړولو دويم لاټ کې د افر تضمين اندازه (۱۴۳۹۰۷۶) يو ميليون او څلور سوه نهه ديرش زره شپږ اویا افغانۍ دی. د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه د منلو وړ دی، چې د افر خلاصولو په ورځو کې يې داوطلب شرکتونه خپل تضمين باید له ځان سره ولري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders