کابل پوهنتون کې د اسلامي شبکه کارۍ او معرق کارۍ نندارتون پرانيستل شو

Azizorayakhel.admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۴:۵۰
ش

د کابل پوهنتون ښکلو هنرونو پوهنځي کې د اسلامي شبکه کارۍ او معرق کارۍ نندارتون پرانيستل شو.

په دغه نندارتون کې په اسلامي هنر او ارزښتونو شبکه کاري او معرق کاري شوي ۴۱ هنري اثرونه چې ددغه پوهنځي د استادانو او محصلانو په لخوا چمتو شوي وو، په کابل پوهنتون کې نندارې ته کېښودل شول.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د ښکلو هنرونو پوهنځي له رئیس، استادانو او محصلانو او له پیمان پروډکشن څخه ددغه نندارتون د جوړولو له امله د مننې په ترڅ کې وویل چې هنر د ټولنې په تیره بیا د اسلامي ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کیږي چې له نیکمرغه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په دې لاره کې زیاتې هڅې کړي تر څو هنري او اسلامي ارزښتونه د پخوا په پرتله لا ډېر په عامه ذهنونو کې بنسټیز کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ددغه نندارتون د محصلانو کړنې او فعالیتونه وستايل او ويې ویل چې لوړو زده کړو وزارت ددغه پوهنځي له لاسته راوړنو څخه په کلکه ملاتړ کوي او همدارنګه له یاد پوهنځي سره په مختلفو برخو کې نږدې همکاري ته چمتو دی.

د کابل پوهنتون رئیس پوهاند محمد عثمان بابري د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري په برخه کې د ښکلو هنرونو پوهنځي فعالیتونه وستايل او ویې ويل چې هنر باید د ټولنې د اړتياوو سره سم دود ومومي او پر همدې اساس باید د اسلام او هنر تر منځ امتزاج وشي تر څو د اسلامي افراطیزم او ماډرنیزم تر منځ یو جوړښت را منځته شي.

ش

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معينې سعیده مژګان مصطفوي د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لا زیات ملاتړ او همکاري د اعلانولو تر څنګ له هیوادوالو وغوښتل چې په خپلې آبادۍ او کور جوړونې کې د اسلامي هنرونو ځانګرتیاوې او ظرافتونه په نظر کې ونیسي.

ش

د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د کابل پوهنتون رئیس او په لوړو زده کړو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او هغو محصلانو ته چې په یاد نندارتون کې یې بهترین آثار نندارې ته وړاندې کړل، د ښکلو هنرونو پوهنځي له لورې چمتو شوي ستاينليکونه ډالۍ کړل.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS