کندهار پوهنتون کې د علمي ژورنالونو پر جوړولو کار پیل شو
په علمي چارو کې د لوړو زده کړو وزارت سلاکار، کندهار پوهنتون ته د یو کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو سره د علمي ژورنالونو پر جوړولو او ارزښت خبرې وکړې.
په علمي چارو کې د لوړو زده کړو وزارت سلاکار ډاکټر وسيم اقبال د خپل کاري سفر په لړ کې د کندهار پوهنتون، د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون، د زابل د لوړو زده کړو موسسې، په کندهار ولایت کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو له رئيسانو، علمي مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، د نشراتو او وبپاڼې د برخې مسئولينو سره په ناسته کې د ISSN لرونکو علمي ژورنالونو پر شرايطو او نورو اړخونو مفصل بحث او خبرې وکړې.
ډاکټر وسيم اقبال د علم تولید او څیړنې بهیر پرمختګ د هیواد اکاډمیکې ټولنې له بنسټیزو غوښتنو څخه یاد کړل او وویل چې په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د علمي څیړنو د تولید او ملاتړ په برخه کې ځانګړې تګلارې تر لاس لاندې دي او لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې د یو مثبت تغییر راوړلو لپاره په جدیت کار کوي.
نوموړي د یو پرزنټیشن په ترڅ کې د کندهار پوهنتون او د افغانستان د کرهنیزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د نشراتو د برخې مسئولينو او د کندهار پوهنتون د (IT) مسئولينو ته د علمي ژورنالونو د جوړولو پر لارو چارو او په دې اړوند د وبپاڼې د ډیزاین او جوړولو پر څرنګوالي ګټور او هراړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي اقبال همدارنګه د جنوب لويديز زون او په ځانګړي ډول کندهار ولايت د بېلابېلو پوهنتونونو شاو خوا اتیا تنو استادانو ته د نړۍ والو مستندو علمي ژورنالونو او پر نړۍ وال معيار د برابرو علمي مقالو په اړه هر اړخيز پريزنټېشن وړاندې کړ او د استادانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر عبدالواحد وثیق د لوړو زده کړو وزارت له دې اقدام څخه په مننې سره، ژمنه وکړه چې د دې بهیر د تطبیق په برخه کې پوره مرسته او همکاري کوي.
د یادولو وړه ده چې په علمي چارو کې د لوړو زده کړو وزارت سلاکار له دې وړاندې د کابل مرکزي پوهنتونونو او هرات پوهنتون له مسوولینو سره هم ناستې درلودې او د علمي معیاري ژورنالونو د جوړولو په اړوند، څو وارې غونډې کړي دي او په دې برخه کې یو لړ پرمختګونه هم رامنځته شوي دي.
