کندهار پوهنتون کې څلور مهمې پروژې پرانستل شوې

baqir_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۷:۴۳
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په کندهار پوهنتون کې څلور مهمې پروژې پرانستې.

دغه پروژې د ډاکتر حضرت میر توتاخيل د علمي څيړنو مرکز،د پوهاند میر حسین شاه تالار، د اقتصاد پوهنځي تالار او د هوا پېژندنې د مرکز د پروژو پرانسته ده.

د دغه پروژو د پرانستې پر مهال د یادو تالارونو د نوم ایښودنې په پار،  چې د دوو علمي شخصیتونو د کندهار پوهنتون د پخواني رئیس ډاکتر حضرت میر توتاخیل  او د  کابل پوهنتون د  یو تن تکړه استاد او لیکوال په نومونو د دوو بیلابیلو تالارونو نومولو له کبله د کندهار پوهنتون له علمي شورا څخه مننه وکړه . هغه څرګندنه کړه،  ډاکټر حضرت میر توتاخيل د دې علمي بنسټ د پرمختګ لپاره له ۱۲ کلونو زیات د هیواد د قوانینو په رڼا کې متعهدانه هلې ځلې وکړې  او د دې پوهنتون موقف يې د هیواد په پوهنتونونو کې  پخپلو هڅو او زیارثابت کړ.

 د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ډاکټر حضرت میر توتاخيل او پوهاند میر حسین شاه د زحمتونو  او هڅو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې  له ځوانانو په ځانګړې توګه د محصلانو څخه وغوښتل، چې  دغه دوه شخصیتونه د خپل ژوند الګو او مثال وګرځوي  او هيواد ته د خدمت مصدر شي.

همداراز د ډاکتر حضرت میر توتاخیل ورور ډګروال اولمیر توتاخيل  د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ او د کندهار پوهنتون څخه د دې اقدام له امله مننه وکړه، نوموړي د ډاکتر حضرت میر توتاخيل په نوم د دې ستر مرکز نومول کیدل، د توتاخیل هغو هڅو او تلاشونو ته د مسئولینو د قدر په سترګه کتل وبلل، کوم چې نوموړي د خپل خدمت پر مهال د ناروغۍ پر مهال  په ډېره مینه او لیوالتیا د دې پوهنتون لپاره تر سره کړي وو،د کندهار پوهنتون د رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق د وینا له مخې؛ د علمي څيړنو د مرکز جوړول چې د نړیوال بانک (HEDP) په مالي مرسته، د ادبیاتو او اقتصاد د پوهنځيو تالارونه، چې د لوړو زده کړو وزارت پر بودیجه او د هوا پيژندنې د مرکز رغول، چې د المان هیواد په مالي مرسته جوړ شوي دي،د دې علمي بنسټ د تدریسي او تحقیقاتي چارو د پر مخ وړلو په برخه کې به زیات اغیزمن تمام شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS