د لوړو زده کړو وزارت ټاکل شوي پلاوي د شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
ياد پلاوي چي مشري ئې د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زيربناء رئیس قاضي محمد ادریس آخندزاده کوله د شيخ زايد پوهنتون له ساختماني پروژو، د قرارداد په موخه د درملتون لپاره د ځای تثبیت او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ليدنه ترسره کړه.
د ياد پلاوي له بررسي وروسته به مسؤلين، له اړتيا سره سم ګامونه واخلي.
