د لوړو زده کړو وزیر د ننګرهار پوهنتون محصلینو د «تعلیم الاسلام» کتاب سیالیو د پایلو اعلان په مراسمو کې ګډون وکړ.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د ننګرهار پوهنتون ۱۵۰۰ محصلینو د «تعلیم الاسلام» کتاب سیالیو د پایلو اعلان او ډالیو د وېش په مراسمو کې ګډون وکړ.
د لوړو زده کړو وزیر، په داسې حال کې چې د ننګرهار مرستیال والي، د علماوو شورا رئیس، د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي او استادانو هم حضور درلود، د یاد پوهنتون محصلین خپلو زده کړو ته متوجه کړل او ورته ویې ویل چې په خپله مفکوره او عقیده ټينګ پاتې شي او د پردیو د افکارو تر اغېز لاندې رانشي.
دغه راز نوموړي په یادو مراسمو کې محصلینو ته په خطاب کې وویل: «په نورو ډلو پسې مه ځئ، خپل یووالی وساتئ، ځکه د افغانستان د کامیابۍ راز په یووالي کې دی.»
د یادونې وړ ده چې دغه سیالي څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت، د محصلینو د دیني معلوماتو زیاتوالي په موخه جوړه شوې وه.
هېره دې نه وي چې د مراسمو په پای کې د مشرانو مسؤلینو له لوري په سیالۍ کې مخکښو بریالیو محصلینو ته لپټاپ کمپوټرونه او نورې بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې.
