د لوړو زده کړو وزیر پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پروان پوهنتون له مشرتابه او محصلینو سره وکتل. 

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۴:۱۲
khkjkkj


د لوړو زده‌ کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د پروان پوهنتون مسؤلینو له لوري د دغه پوهنتون په اړه د روانو چارو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو راپور واورېد. نوموړي د یاد پوهنتون د مسؤلینو لاسته راوړنې وستایلې، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او د چارو غوره والي په برخه کې یې لازمې لارښوونې ورته وکړې. دغه راز سپارښتنه یې ورته وکړه چې له لیلیې څخه د پاتې محصلینو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د پروان پوهنتون له محصلینو سره د هغوی په ټولګیو کې وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. 
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ، کندوز، تخار او بدخشان پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړه. 

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS